د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مشرتاته له لوړو زده‌کړو وزارت څخه راغلي پلاوي سره وليدل

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۳:۲۷
SJAU

نن ورځ د پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار او د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د اکاډميکو چارو څارنې او ارزونې له رياست څخه راغلي پلاوي سره د پوهنتون په رياست مقام کې وليدل.

د ياد پلاوي مشر مولوي ضياءالرحمن هاشمي د پوهنتون مشرتابه ته د خپل سفر د موخو په اړه معلومات ورکړل چې د هغوی له لوري د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د يادونې ده چې ټاکل شوي پلاوي تر ليدنې وروسته د پوهنتون علمي او اکاډميکو چارو د ارزونې په موخه عملاً  خپل کار پيل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۲:۲۵
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د يو شمېر پوهنځيو له تدريسي بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

د پوهنتون مشرتابه پلاوي د اقتصاد، کمپيوټرساينس او زراعت پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ تر سره شوه؛ د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په گډون په کې د پوهنتون آمرينو او عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس له اقتصاد پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له پوهنځيو څخه د خپلو ليدنو پر دوام نن ورځ د اقتصاد پوهنځي تدريسي او اداري چارې وارزولې.

پيل کې د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد؛ د خپلو فع. . .

BACK TO NEWS