پیغام رئيس صاحب محترم پوهنتون سیدجمال الدین افغانی

 

3 months ago

پوهنتون د رييس پيغام
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د لوړ پوهنيز کيفيت، څېړنيز سېستم، غورې مشرۍ او ښه مدیریت د لرلو تر څنګ يې بنسټيزه موخه د افغانستان دوامدار او هر اړخيز پرمختګ ته ژمنتيا ده، همدارنګه پر ملي او نړيوالو معيارونو برابر، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي چې په پوهنيزو، ټولنیزو، اقتصادي، سياسي، قانوني، فرهنګي او عصري تکنالوژيکو برخو کې د ټولنې اوسنيو او راتلونکو ستونزو او غوښتنو ته د ځواب ويلو وړتيا لري.
دا چې د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي سېستم پورې اړه لري نو د پوهنتون رهبري ژمنه ده چې د علمي پروګرامونو لا پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره به دوامدارې هلې ځلې کوي.
د يو پر ځان بسيا، پرمختللي او ښېراز افغانستان په هيله!

شيخ عبدالمالک محسن، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ريیس

بست های خالیAll available vacancies

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۹:۵
Background image

ریاضي ډیپارټمنټ د علمي کادر بست خبرتیا!

سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانگه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

د ښوونې او روزنې پوهنځی:

ریاضي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۰:۴۵
Background image

اقتصاد پوهنځي د علمي کادر بستونو خبرتیا!

سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانگو کې د ۱۴۰۳هـ . ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

 د اقتصاد پوهنځی:

ملي اقتصاد . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۰:۰
Background image

عربي دیپارتمنت د علمي کادر بست خبرتیا!

سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانگه کې د ۱۴۰۳هـ . ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

د  ښوونې او روزنې پوهنځی:

عربي . . .

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۶:۴۹
Background image

جدید الشمول محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۳ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې لپاره دې، سر له سبا(۱۰/۵/۱۴۰۳هــ . ش مطابق ۲۵/۱/۱۴۴۶هـ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

امارت پېژندنې کتاب د سيالۍ په اړه د محصلانو چارو معاونيت خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت پلان لري چې د پوهنتون محصلانو ته د امارت پېژندنې کتاب سيالۍ برابره کړي، د سيالۍ په اړه ټول جزءيات په انځور کې شته.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

قراردادي استادانو د گمارنې خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دري ژبې تدريس لپاره په لاندې شرايطو قراردادي استادانو ته اړتيا لري:

1: لږ تر لږه په دري ادب کې د لېسانس تر کچې زده‌کړې ولري.

2: کانديد بايد د تحصيل . . .

تازه ترین اخباراخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۳۰
Background image

پوهنتون کې د ملکي خدمتونو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اداري او خدماتي خالي بستونو د ډکولو په موخه له(۳۴۲) تنو په شرايطو برابرو نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه. د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه د يادې کمېټې غړو په کې برخه لرله.

پیل کې د علمي څېړنو او مجلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۳:۳
Background image

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د اسعداباد ښاروالۍ ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

د دواړو ادارو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیک د ياد پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن او د اسعداباد ښاروال مولوي نظر محمد عتيق له لوري لاسلیک. . .

داوطلبی هاداوطلبی های موجود

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

روغنیاتو او اوبلن گاز د قراردا داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 001/1403/SJAU/ KUNAR)

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو  هغو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د 1403 مالي کال لپاره د روغنیاتو او اوبلن گاز . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۰:۵۹
Background image

د پوهنتون اړوند د يو شمېر ونو او بوټو د سوخت لرگيو د ليلام خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د يو شمېر ونو او بوټو د سوخت لرگيو د ليلام په داوطلبۍ کې گډون وکړي، خپلې عرضپاڼې دې له اړوندو اسنادو سره يو ځای له ۱۴۰۲ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۴:۴۲
Background image

يو باب کفټريا په کرايه ورکولو خبرتیا!

کفټريا په کرايه ورکولو خبرتیا !

داوطلبۍ شمېره MOHE/NCB002/1402/SJAU/KUNAR :

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون غواړي چې د يارګل بېلې په ساحه کې يو باب کفټريا د پنځو کلونو لپاره د مزايدې . . .