داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 003/1403/SJAU/ KUNAR)
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1403 مالي کال لپاره په مختلفو برخو کې د ترمیماتو قرارداد په داوطلبۍ کې گډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په فلش او یا هم سي ډي کې په وړیا ډول تر لاسه کړي، داوطلبان دی خپل افرونه د شرطپاڼه د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر 3/9/1403 نېټې د(شبنې) پر ورځ د سهار (10:00 AM) بجو پورې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تهیې، تدارکاتو او خدماتو چارو آمریت ته چې د کونړ - جلال اباد لویې لارې تر څنگ چې سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افر تضمین د گرانټي بانک او یا هم په نقدي ډول چې (64254) څلور شپېته زره دوه سوه څلور پنځوس افغانۍ دی، اخیستل کېږي. د آفر خلاصونې غونډه په 3/ 9/1403 نېټه د(شنبې) پر ورځ د سهار په (10:00AM) بجو د کونړ ولايت په مستوفیت ودانۍ کې تر سره کېږي.