داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د 1405 مالي کال لهپاره په مختلفو برخو کې د ساختماني ترمیماتو قرارداد خبرتیا!
د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 005/1405/SJAU/ KUNAR)
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1405 مالي کال لهپاره په مختلفو برخو کې د ساختماني ترمیماتو قرارداد په داوطلبۍ کې گډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په چاپ شوي بڼه د(500) افغانیو په مقابل کې ترلاسه کړي، داوطلبان دې خپل افرونه د شرطپاڼه د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر 25/اسد/1405 نېټې د(يکشنبې) پر ورځ د سهار (10:00 AM) بجو پورې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تدارکاتو آمریت ته چې د کونړ - جلال اباد لویې لارې تر څنگ چې سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر خلاصونې غونډه په 25/اسد/1405 نېټه د(يکشنبې) پر ورځ د سهار په پوره (10:00AM) بجو د کونړ ولايت د مستوفیت په ودانۍ کې تر سره کېږي.
