د روژې مبارکې مياشت په مناسبت په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اصلاحي بيانونو او درسونو لړۍ جریان لري
د يادو پرو گرامونو په لړ کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف له لوري محصلينو ته د روژې مبارکې مياشتې د فضيلت او ادابو په اړه تفصيلي بيان وشو او همدا راز د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محمد سليم کريمزي د نوروز شرعي حيثيت په اړه محصلينو ته مفصل او مدلل بيان وکړ، چې د دې ورځ نمانځل په اسلامي تاريخ او افغاني حقيقي کلتور کې هېڅ ځای نه لري.