د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د پنځهگونو پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د پنځهگونو پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د يادو پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.
پوهنتون مشرتابه د يادې څارنې پرمهال د محصلينو او استادانو حاضرۍ کنټرول کړې او همدا راز يې د نصاب او کورس پالیسۍ د بشپړ تطبيق په برخه کې استادانو او د پوهنځيو مسؤلینو ته جدي لارښوونې وکړې.