د سید جمال الدین افغاني پوهنتون په درېوو پوهنځيو کې د HEMIS سېستم په بشپړ ډول پلی شو
![SJAU](/sites/default/files/2024-04/screenshot_2024-04-04_105019.png)
په دې سره به د لومړي ځل لپاره د لوړو زدهکړو له مديريتي او معلوماتي سېستم(HEMIS) څخه د محصلينو نتایج، فراغت جدولونه او ټرانسکرېپټونه له ياد سېستم څخه پرينټ کېږي.
نوموړی سېستم په درېوو پوهنځیو(زراعت، اقتصاد او کمپيوټرساينس) کې بشپړ شو، چې په دې سره به د محصلینو اسناد له فراغت سره سم هغوی ته ورکول کېږي.
د يادونې ده چې د نورو پوهنځيو تدريسي مديران به هم په خپلو دوامدارو هڅو سره په نږدې وخت کې ياد سېستم ته د ټولو معلوماتو پورته کول پشپړ کړي.