د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د معياري پرېزنټېشن ليکلو او مونوګراف ډیزاين تر سرليک لاندې ورکشاپ داير شو
په سيدجمال الدين افغاني پوهنتون کې د روزنيزو ورکشاپو په لړ کې د معياري پرېزنټېشن ليکلو او مونوګراف ډیزاين تر سرليک لاندې روزنيز ورکشاپ داير شو.
ياد يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د پوهنتون شرعياتو پوهنځي محصلينو ته په مسلکي پرمختيايي مرکز کې داير شو.
پیل کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د ورکشاپ د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ورپسې د معياري پرېزنټېشن ليکلو، مونوګراف ډیزاين او له انټرنېټ څخه د مؤثرې استفادې په اړه د کمپيوټرساينس پوهنځي استاد پوهنيار خالد شينواري خپل چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.
د يادولو وړ ده چې ګډونوالو د دې ډول ورکشاپونو او سېمينارونو پر دايرېدلو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.