د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۲۴
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د پوهنتون ځينو آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په ياده ناسته کې د اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام د فرمانونو عملي کول، له محصلينو او مراجعينو سره نېکه رویه، د دفترونو او چاپېريال پاک ساتلو،د حاضرۍ پابندي او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون مالي او اداري مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS