د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د بېړنيو پېښو مديريت، پر وړاندې يې د چمتووالي او د زيان کچې کمولو په هکله د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۱۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د مالي او اداري معاونيت له لوري د زراعت پوهنځي په همکارۍ د پوهاوي يو ورځنی سېمينار وړاندې شو. دغه سېمينار چې د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني په وينا سره پيل شو، د پوهنتون مالي او اداري مرستيال حافظ مولوي محمد عثمان سعيد په گډون د پوهنتون اداري آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله. ياد سېمينار چې د زارعت پوهنځي استاد پوهنيار رحمت الله سادات له لوري وړاندې شو، د بېړنیو پېښو د مدیریت مفهوم، ډولونو، خطرونو د کمښت لارو چارو، پېښو پر وړاندې د چمتووالي اهمیت، د بېړني غبرگون اصولو او د ادارو او افرادو مسؤلیتونو په تړاو يې معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د برخه‌والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. په پای کې د زراعت پوهنځي د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو د څانگې آمر پوهنمل شاهدالله امن د سېمينار په جمع بندۍ کې گډونوالو ته د پوهنتون اړوند چاپېريال کې د احتمالي بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي په هکله لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ياد سېمينار چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوي ؤ، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS