د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د معاونيتونو او پوهنځيو د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
SJAU

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه معاونيتونو او پوهنځيو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو راپورونه او راتلونکي پلانونه د يوې غونډې په ترڅ کې له اړوندو برخو سره شريک کړي. د دغو لارښوونو په رڼا کې نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي د نوموړي پوهنځي د مسؤلينو او استادانو له لوري د ترسره کړو علمي، اداري او څېړنيزو فعاليتونو په تړاو تفصيلي راپور او د راتلونکو عادي او انکشافي پلانونو په اړه چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختگونو خوښي وښوده او مسؤلينو ته يې د راتلونکو پلانونو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همدارز يې هغوی ته د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې ده چې د يادو لارښوونو پر بنسټ به د پوهنتون مرستيالان او د پوهنځيو مسؤلين په خپل وار د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو دې ته ورته تشرېحي غونډې دايرې کړي، چې د پوهنځیو تېر فعالیتونه به په کې وړاندې او راتلونکي پلانونه به يې وڅېړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

BACK TO NEWS