د پوهنتون له منسوبینو څخه دیني زدهکړو د نصاب ازموینه واخیستل شوه
یاده تحریري ازموینه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د هغوی د پوهې کچې او د دیني زدهکړو درسي نصاب مؤثریت معلومولو په موخه واخیستل شوه.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د ازموینې له صحنې څخه د څارنې پر مهال ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې بايد د دعوت او ارشاد آمریت په درسونو کې په دوامدار ډول گډون وکړي.
نوموړي همداراز د دعوت او ارشاد آمریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د پوهنتون ټولو منسوبینو او محصلينو ته مؤثرې برنامې دایر کړي دي.