د پوهنتون مشرتابه د محصلینو له استازو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۵۷
SJAU

ياده ناسته چې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت رابلل شوې وه؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم او د پنځه‌گونو پوهنځیو د محصلينو استازو په کې برخه لرله. په دغه ناسته کې د پوهنتون مشرتابه د محصلينو نماينده‌گانو  ته لازمې توصيې، لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همداراز يې د هغوی غوښتنې، ستونزې، نظرونه او وړانديزونه د حل په موخه واورېدل او ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS