د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې گډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه پيل او په چټکۍ سره روانه ده

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۴۰
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر او د يادې ادارې د دفتر رييس استاد احمدنويد نوري په ملتيا د بایومتریک معلوماتو د ثبت له پروسې څخه ليدنه وکړه. د بایومتریک معلوماتو د ثبت دا پروسه به د نن ورځې په گډون تر سبا ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د کانکور ازموینې نږدې درې نيم زره گډونوال بایومتریک شي.

پوهنتون رييس له يادې پروسې څخه د ليدنې پرمهال د مسلکي او تخنيکي ډلې د نظم او کارونو له دقت او سرعت څخه خوښي وښوده او د لا ښه‌والي په پار يې مسؤلينو لازمې سپارښتنې وکړې.

د يادونې ده چې د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د کونړ ولایت د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه به د چهارشنبې، پنج‌شنبې او جمعې په ورځو د غبرگولي/جوزا پر(۲۸ – ۲۹ – ۳۰مه) نېټه په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-يارگل بېله کې څخه واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS