سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له تدریسي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د ياد پوهنځي د تدریسي او اداري چارو د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.
ياد پلاوي تر څارنې او ارزونې وروسته د چارو د لا ښهوالي په موخه مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.