علمي څېړنو او مجلې مرستيال د معاونيت اړوند له آمرينو او مديرانو سره ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د معاونيت اړوند له آمرينو او مديرانو سره ناسته وکړه او پر يو شمېر موضوعاتو يې بحث او پرېکړې وکړې.
په ياده کاري ناسته کې د پوهنتون کتلاک، کتابتون د ستونزو حل، علمي مجلې د مقالو غوښتنه، د تفاهم ليکونو لاسليک او نور بېلابېل موضوعات بحث شول. د علمي څېړنو او مجلې مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.