محصلينو ته د جهادي مدرسې مشر اصلاحي بيان وکړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۸:۳۳
SJAU

د کونړ سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته د دې ولايت د جهادي مدرسې مشر له لوري اصلاحي بيان وشو.

کونړ ولايت د جهادي مدرسې مشر شيخ الحديث رحمت دين مدني چې د پوهنتون په دعوت رابلل شوی ؤ، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او د دعوت او ارشاد آمر له لوري ورته  ښه راغلاست وويل شو.

د ماښام تر لمانځه وروسته شيخ الحديث رحمت دين مدني د عبادت اهميت او ارزښت او منکراتو د ازالې او اصلاح پر موضوعاتو تفصيلي بيان وکړ چې دياد پوهنتون سلګونو محصلينو په کې برخه لرله.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۴۰
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS