په کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه پیل شوه
د ۱۴۰۳ لمريز کال کانکور ازموینه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د ياد پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولايت مقام د دفتر رييس مولوي محمد امين حقپرست، له ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر محمد داؤد ځواک، د پوهنې رياست مرستيال مولوي محمد خالد فيضاني، د پوهنتون مرستيالانو، ممتحنه پلاوي او د کانکور گډونوالو په حضور کې نن ورځ رسماً پیل شوه.
د يادونې وړ ده چې په کونړ ولايت کې به نږدې له(۳۶۱۶) تنو کانکور گډونوالو څخه د درې ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه ازموینه واخيستل شي.