پوهنتون د علمي چارو مرستيال د پوهنځيو رييسانو او د ديپارتمنتونو له آمرينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۲۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د پوهنځيو رييسانو او د ديپارتمنتونو له آمرينو سره د راتلونکي کانکور ازموينې لپاره د ښوونځيو زده‌کوونکو ته د عامه پوهاوي پروگرام په تړاو د چمتووالي په پار مشورتي ناسته وکړه.

يادې ناستې ته د علمي چارو مرستيال په چارو کې د اطاعت او اخلاص پر ارزښت خبرې وکړې او گډونوالو ته يې لارښوونه وکړه چې د محصلينو په سالمې روزنې سره د ټولنې په فکري او اصلاحي برخه کې ورسپارل شوی مسؤليت سرته ورسوي. نوموړي کانکور ازموينه پوهنتونونو ته د ورتگ يوازېنۍ لار ياده کړه او په تړاو يې د ښوونځيو د زده‌کوونکو پوهاوی اړين وباله. د ناستې په ترڅ کې د گډونوالو له لوري د(پوهنځيو په انتخاب کې د محصلينو پر وړاندې ستونزې) موضوع په اړه بحث وشو او د ياد پروگرام لپاره ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

کانکور ازموینه چې په هېواد کې له ۱۳۳۹ هـ.ش کال را په دې خوا هر کال پوهنتونونو ته د وړ ځوانانو د ورپېژندنې په موخه اخيستل کېږي، سږ کال به د ټاکل شوي ظرفیت له مخې(۳۰۰۰) تنه په ماسترۍ،(۷۶۴۰۰) تنه په لېسانس او شاوخوا(۳۳۵۵۰) تنه په نیمه لوړو زده‌کړو بنسټونو کې جذب شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS