پوهنتون د علمي چارو مرستيال په مشرۍ د علمي ترفېعاتو شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۵۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي ترفېعاتو شورا د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستیال د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د علمي ترفېعاتو په پروسه کې په پوره دقت او شفافیت سره عادلانه پرېکړې وکړي. ورپسې د يو تن علمي کادر غړي د علمي ترفېع پر کیس بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې شو. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۴۸
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS