پوهنتون د علمي چارو مرستیال د خپل معاونیت اړوند آمرینو او مديرانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۱۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله، پر يو شمېر موضوعاتو يې بحث او پرېکړې وکړې. پيل کې د ياد معاونیت اړوند آمرینو د خپلو پرمختگونو او لاسته راوړنو راپورونه او شته ستونزې له علمي مرستيال سره شريکې کړې چې د هغه له لوري يې راپورونه تاييد او ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

په ياده ناسته کې له اجندا سره سم؛ د ياد معاونيت اړوند دندو لایحو د بیا کتنې او وظیفوي تداخل د مخنیوي، د کیفيت لوړاوي آمريت له لوري د ديپارتمنتونو کلنۍ او پنځه کلنې ارزونې پيل او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS