پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته اصلاحي بيان وشو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۱:۵۴
SJAU

ياد ولايت د جهادي مدرسې مهتمم ته چې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د اصلاحي پروگرامونو په لړ کې بلنه ورکړل شوې وه؛ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري ورته  ښه راغلاست وويل شو.

د ماښام تر لمانځه وروسته د جهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث رحمت دين مدني د تقوا، تقوا پر نښونښانو او د تقوا پيدا کېدو پر اسبابو تفصيلي بيان وکړ چې دياد پوهنتون سلگونو محصلينو په کې برخه لرله.

د يادونې ده چې د پوهنتون رييس تېر ماښام له ليليې څخه هم ليدنه وکړه او د محصلينو ستونزې يې واورېدې، نوموړي هغوی ته د حل ډاډ ورکړ او سپارښتنه يې ورته وکړه چې نظافت ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغانستان د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وځلېد

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پوهنتونونو د هر اړخيزې ارزونې او کيفيت سنجونې د پايلو له مخې، سيد جمال الدین افغاني پوهنتون د خپلې هوښيارې او لرليد لرونکې رهبرۍ، ژمن او هڅاند اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

BACK TO NEWS