پوهنتون کې د ابادۍ او سرسبزۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۳:۲۴
SJAU

یادې چارې، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه او د مالي او اداري چارو مرستیال تر مستقیمې څارنې لاندې د پوهنتون د خدماتي کارکوونکو له خوا جریان لري، چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنتون په فزیکي بڼه کې مثبت تغیر او ښکلا رامنځته شي.

د مالي او اداري چارو مرستیال قاري رحمن الله صادق وویل: له یادو چارو څخه یې موخه محصلینو ته د زده کړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي. نوموړي له يادو کارکوونکو مننه وکړه، چې پوهنتون د ښکلا او سمسورتیا لپاره دوامدارې هلې ځلې کوي.

په يادو چارو کې د پوهنتون د شاړو برخو  د ابادۍ سربېره د پوهنتون دننه په بېلابېلو ساحو کې د موسمي گلانو کرل، د ونو اضافي برخو اصلاح او د زینتي بوټي کېنول شامل دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS