پوهنتون کې د امام ابوحنيفه رحمه الله مناقب تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو
نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د دعوت او ارشاد آمريت د اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د دې پوهنتون استادانو ته د امام ابوحنيفه رحمه الله مناقب تر عنوان لاندې علمي سېمينار وړاندې شو.
ياده دې وي چې د نوموړي آمريت د پلان له مخې د دې پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ته د ديني، اصلاحي او تربيتي درسونو لړۍ په عادي ډول دوام لري.