ښوونې او روزنې پوهنځي د ممتازو محصلینو د ستاينې په پار غونډه وشوه
سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ممتازو محصلینو د ستاينې په پار غونډه جوړه شوه.
ياده غونډه چې د پوهنتون په تالار کې وشوه، په کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف، د پوهنتون استادانو او محصلينو ګډون کړی ؤ.
د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې، نوموړي د پوهنتون ټولو محصلينو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو زده کړو کې لا نور زيار وګالي، څو د خپلې رشتې او مسلک پر بنسټ د هېواد او ټولنې ستونزې حل او اړتياوې پوره کړي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف په خپله وينا کې د ياد پوهنځي له ټولو استادانو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه کې يې پوره زيار ګاللی دی.
په پای کې غونډه ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په لنډې وينا او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.