د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د پوهنځيو د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د زراعت پوهنځي رئيس له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۲:۵۵
SJAU

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه د پوهنځيو رئيسانو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو راپورونه او راتلونکي پلانونه د يوې غونډې په ترڅ کې له اړوندو برخو سره شريک کړي. د يادو لارښوونو په رڼا کې نن ورځ د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمدحسن محمدي د خپلو ترسره کړو علمي او اداري فعاليتونو تفصيلي راپور او د راتلونکو عادي او انکشافي پلانونو په اړه خپل چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختگونو خوښي وښوده او د پوهنځي رئيس ته يې د راتلونکو پلانونو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همدارز يې هغوی ته يې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې ده چې د يادو لارښوونو پر بنسټ به د هر پوهنځي رئيس په خپل وار د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو دې ته ورته تشرېحي غونډې دايرې کړي، چې د پوهنځیو تېر فعالیتونه به په کې وړاندې او راتلونکي پلانونه به يې وڅېړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS