پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د اجراآتو کلنۍ ارزونه وشوه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۶
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت، د کونړ ولایت مقام او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت مسؤلینو د یو گډ پلاوي له لوري د دې پوهنتون له ۲يم څخه تر ۸م رتبې بست پورې د نږدې(۷۳) تنو اداري او خدماتي کارمندانو کړنې وارزول شوې.

له ياد بهير څخه د څارنې په ترڅ کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د کارکوونکو د اجراآتو کلنۍ ارزونه اړینه وبلله او زياته يې کړه چې په دې سره په چارو کې خوځښت او نوښت رامنځته کېږي او کارکوونکي خپلو راتلونکو دندو ته متوجه کېږي.

د يادونې ده چې ټاکل شوي پلاوي د يادو کارکوونکو کلنۍ کړنې او راپورونه غوره وبلل او د کارونو د لا ښه‌والي په پار يې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۸
Background image

په تحصيلي برخه کې د نظام له هڅو او لاسته راوړنو ولسونه خوښ او قدرداني يې کوي

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولايت د قومي مشرانو له يو پلاوي سره په کتنه کې د پوهنتون د علمي او پرمختيايي چارو په تړاو خپل پلانونه او پرمختگونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د اجراآتو کلنۍ ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت، د کونړ ولایت مقام او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت مسؤلینو د یو گډ پلاوي له لوري د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو په لومړي ځل د بلخ ولايت ته علمي سفر وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د حيواني علومو او کرنيز اقتصاد او توسعې څانگو(۲۸) تنو محصلینو، د پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر په مشرۍ د(۴) تنو استادانو په گډون. . .

BACK TO NEWS