د اقتصاد پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول
په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنيار حامد احمد مراد، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو گډون کړی ؤ.
غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپله وينا کې د علم مقام، ارزښت او اهميت بيان کړ او محصلين يې مخاطب کړل چې د خپلو مشرانو او استادانو احترام او قدر وکړي او د نعمتونو شُکر اداء کړي. نوموړي همداراز ممتازو محصلينو ته وويل چې نظام ستاسو د نوښتونو او لاسته راوړنو قدر کوي او په لوړ ارزښت ورته گوري نو د ملک د پرمختگ او ابادۍ لپاره ټينگه اراده او قوي عزم ولرئ او په عمل کې يې ثابت کړئ.
په غونډه کې د محصلانو چارو مرستيال محصلينو ته د وخت سالم مديريت په تړاو لازمې لارښوونې وکړې او ويې وويل چې ملت له تاسو لوړ اُمېدونه لري نو په خپلو استعدادونو باور وکړئ او ځانونه د علم لوړو درجو ته ورسوئ.
د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنيار حامد احمد مراد په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې. غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو او ډاليو له ورکولو وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
