له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې موخه ترتيب شوې غونډه کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، کونړ ولايت د ځېنيو ادارو استازو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او د هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د دې گڼو محصلينو فراغت موږ ته د ملک د ابادۍ پيغام راکوي نو دا فارغان به حاصله کړې پوهه په پوره ایماندارۍ د خپل ولس او نظام د خدمت لپاره وکاروي. نوموړي همداراز د علم ارزښت او اهميت په تړاو خبرې وکړې او فارغان يې لا نورو لوړو زده‌کړو ته وهڅول.

غونډې ته د عبدالله بن عباس ؓ  ديني جامعې رئیس شيخ عبدالمالک نيازي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې فارغانو ته مبارکي وويله او هغوی ته يې له فراغت وروسته د مسؤليتونو په هکله لازمې توصيې وکړې.

هېره دې نه وي چې په دې فراغت‌غونډه کې فارغانو ته د فراغت رسمي تحصيلي اسناد(ديپلوم او ترانسکرېپت) ورکړل شول، چې د پوهنتون رهبرۍ له لوري د ستاينليکونو او ډاليو په ورکړې سره، د دې نوښتيزې چارې د ترسره کوونکو مسؤلينو قدراني هم وشوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS