د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول
ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.
غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال پوهنمل راز محمد شېرزاد په خپله وينا کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی په لاستهراوړنو او هلوځلو يې خوښي وښوده. نوموړي محصلانو ته په خپلو خبرو کې وويل چې نظام او ولس له تاسو لوی اُمېدونه لري نو د علم په حصول کې ځانونه د کمال درجې ته ورسوئ، چې ټولنې ته مو لا ډېر خير ورسېږي. ياده غونډه ممتازو محصلانو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته؛ د شرعياتو پوهنځي استاد مولوي عبدالولي حامدي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
