د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسلیک شو.

sjau_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۳۲
sjau

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د علمي او څېړنيزو همکاریو هوکړه لیک د ياد پوهنتون د رييس پوهنيار محب الله محب او د نوموړې مؤسسې د ريیس خوشحال جواد له لوري لاسلیک شو.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د یادې هوکړې پر بنسټ به د دې پوهنتون معنوي او مادي امکانات او اسانتياوې نوموړې مؤسسې ته په علمي او څېړنيزه برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو وي.

د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې رييس ياده هوکړه د دواړو لورو په ګټه وبلله او د پلي کېدو په برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

په یاده هوکړه کې د ګډو علمي کنفراسونو او سېمينارونو، اداري کارمندانو د وړتياوو لوړولو، د علمي پروژو طرحه او عملي کولو، تحصيلي نصاب بډاينې، الکترونيکي کتابتون، محصلينو ته د عملي برنامو، د علمي او اکاډميکو سيرونو او همدا راز د علمي او اداري موارېدو په برخه کې دوه اړخیزې مرستې شاملې دي.

ياده دې وي چې دا هوکړه ليک په اوو(۷) مادو کې د(۵) پنځو کالو لپاره؛ هېوادوالو ته د معياري تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه نن ورځ په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې لاسليک شو.

د يادولو وړ ده چې د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې د ريیس په مشرۍ راغلي پلاوي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه هم ليدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۳۵
Background image

د پوهنتون استادانو ته په تدريس کې د معلوماتي ټکنالوژۍ مؤثرې کارونې په تړاو روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون لسگونو استادانو په کې برخه لرله.  په پيل کې د مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د محصلينو له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د خپلې دوامدارې څارنې په ترڅ کې تېره شپه د پيشلمي په وخت کې د محصلينو له ليليې څخه لیدنه وکړه او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۴
Background image

په پوهنتون کې د قرانکريم ختم وشو

د قرانکريم ياد ختم چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، کارمندانو او محصلينو په گډون ترسره شو، د ذليل دښمن په ورستيو وحشيانه حملو. . .

BACK TO NEWS