پوهنتون کې د لزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین ترسره شو
په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین ترسره شو.
یاد کمپاین د پوهنتون مشرتابه، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو له لوري د دې پوهنتون په اداري او تدريسي برخو کې ترسره شو، چې راټولې شوې مرستې د ځانګړې کمېټې له لوري د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شوې.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب د ياد کمپاین پر مهال د هرات او بادغیس ولایتونو په وروستۍ زلزله خپله ژوره خواشیني وښوده او د الله ﷻ له درباره یې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او د غم ځپلو کورنیو پاتې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
له ياد کمپاين سره د پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د زلزله ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وکړه.