په کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه پیل شوه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۹:۲۸
SJAU

د ۱۴۰۳ لمريز کال کانکور ازموینه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د ياد پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولايت مقام د دفتر رييس مولوي محمد امين حقپرست، له ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي  پلاوي مشر محمد داؤد ځواک، د پوهنې رياست مرستيال مولوي محمد خالد فيضاني، د پوهنتون مرستيالانو، ممتحنه پلاوي او د کانکور گډونوالو په حضور کې نن ورځ رسماً پیل شوه.

د يادونې وړ ده چې په کونړ ولايت کې به نږدې له(۳۶۱۶) تنو کانکور گډونوالو څخه د درې ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه ازموینه واخيستل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۷
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS