پوهنتون رييس د پوهنځيو له رييسانو څخه کاري راپورونه واورېدل

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۰:۲۲
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له رييس شيخ عبدالمالک محسن سره په یوې ځانگړې ناسته کې د پنځه‌گونو پوهنځيو رييسانو د روان سمستر تدريسي او اداري کړنو راپورونه او د چارو لا ښه‌والي او پوهنتون د پرمختگ په برخه کې خپل وړانديزونه او نظرونه شريک کړل.

پوهنتون رييس د خپلو خبرو پر مهال د پوهنځيو رييسانو ته په اړوندو چارو کې د شته ستونزو او نیمگړتیاوو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همداراز يې د وړانديزونو او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړ.

پای کې د پنځه‌گونو پوهنځيو رييسانو د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د دوی له لوري شوې لارښوونې او سپارښتنې به پر خپل وخت علمي کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالوسع منصور د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د عصري ټکنالوژۍ پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او هغوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۴۹
Background image

په پوهنتون کې د پايلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده کړو د تدرسي تگلارو روزنيز ورکشاپ پيل شو

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د(۱۰) لسو ورځو پر دوام پلان شوی دی، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شااوخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه. په پيل کې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS