سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرکټ لوبې سيالۍ پیل شوې

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۸:۵۶
SJAU

د کرکټ لوبې یاد ټورنمنټ د يوې اوونۍ پر دوام، پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په نوښت او د سپورت مرکزي کمېټې په هلو ځلو پيل شو؛ چې د دې پوهنتون اړوند شپږ لوبډلې په کې برخه لري.

ټورنمنټ د پرانیستې پر مهال پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې مسؤل پوهنيار فريدالله صافي د يادو سیالیو هدف محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول ياد کړل او لوبغاړو ته یې د سپورتي اخلاقو او اصولو د رعایت سپارښتنه وکړه.

د يادو سياليو په لومړۍ ورځ يوه لوبه وشوه چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي لوبډلې په کې د استادانو-اداري کارکوونکو لوبډلې ته ماته ورکړه.

د يادونې ده، دا سيالۍ د هغې سپورتي مېلې دوام دی چې تېره مياشت په دې پوهنتون کې پيل شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS