دعوت او ارشاد آمريت له لوري استادانو او اداري کارکوونکو ته اصلاحي بيان وشو
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته بيان وکړ.
نن ورځ د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د ياد پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د نبي ﷺ د تابعدارۍ پر اهميت او فوايدو او د نافرمانۍ پر نقصاناتو او همداراز د صورت او سيرت برابرولو په اړه تفصيلې خبرې وکړې