د پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته وکړه
ياده کاري ناسته، چې پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ وشوه؛ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو ريیسانو او د علمي شورا غړو په کې برخه لرله.
د یادې ناستې په پیل کې علمي مرستيال د شورا ارزښت او اهميت په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې او وروسته له اجندا سره سم د کيفيت لوړاوي د مهالنۍ ارزونې لهپاره هيئت ټاکل، کمپيوټرساينس پوهنځي د نويو ديپارتمنتونو ايجاد، قراردادي استادانو، پوهنتون د عمومي او فرعي کمېټو تعين، ملي کنفرانس لهپاره د موضوع پر انتخاب، کرنې پوهنځي د څېړنيز فارم لهپاره د ځمکې اجاره کول او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
یاده غونډه د خیر په دُعا پای ته ورسېده.