د شرعياتو پوهنځي دوه تنو استادانو لوړو علمي رتبو ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۸:۳۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د شرعياتو پوهنځي دوه تنو استادانو هر يو: پوهنمل سيد رضاء الله جلالي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(پر مېړه او مېرمن باندې د ترکې د رَدْ شرعي حکم) او پوهنيار عبداللطيف عابد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په پار(په اسلام او يهوديت کې د پېغمبرانو عصمت پرتليزه څېړنه) تر سرليکونو لاندې خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

يادو کنفرانسونه چې پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په تالار کې وړاندې شول په کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان البدر، ژوري هيئت، د پوهنتون استادانو او محصلينو گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

پوهنتون کې لس پايه کمپیوټر لب جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په کمپيوټر ساينس پوهنځي کې؛ په اسيا کې د نړيوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې له لوري شاوخوا د پنځلس زره امريکايي ډالرو په لګښت د لس پايه کمپیوټرونو درلودونکی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۲:۲۸
Background image

پوهنتون رييس د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د پنځه‌گونو پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د ليدنې پر مهال يې د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۲۱
Background image

پوهنتون کې د ځنگلونو، اوبو او هوا د پېژندنې او ارزښت په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري او د کرنې پوهنځي په همکارۍ د ځنگلونو، اوبو او. . .

BACK TO NEWS