پوهنتون کې لس پايه کمپیوټر لب جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۱۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په کمپيوټر ساينس پوهنځي کې؛ په اسيا کې د نړيوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې له لوري شاوخوا د پنځلس زره امريکايي ډالرو په لګښت د لس پايه کمپیوټرونو درلودونکی مجهز او په نوې ټکنالوژۍ سمبال کمپیوټر لب جوړ او  گټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د یاد کمپیوټر لب پر جوړېدو خوښي وښوده او نوموړې موسسې د مسؤلينو له همکارۍ يې مننه او قدرداني وکړه.

هېره دې نه وي چې یاد کمپیوټر لب د لس پایه لوړ کیفیت لپ ټاټ کمپیوټرونو سربېره؛ په دولس پايه مېزونه، يولس پايه چوکيو،رنګه پرېنټر، پراجکتور او د نوې ټکنالوژۍ په نورو وسايلو سنبال او مجهز جوړ شوی دی.

د یاد کپيوټر لب د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنتون مشرتابه سربېره؛ د کونړ ولايت اقتصاد رييس مولوي عبدالله همت، په اسيا کې د نړيوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې د ختيځ زون مسؤل محمد شريف هاشمي، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو گډون کړی ؤ.

د يادونې ده چې دا کمپیوټر لب به د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي او په اسيا کې د نړيوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې ترمنځ د شوې هوکړې په رڼا کې؛ پېښو ته د چمتووالي په برخه کې د روزنيزو ورکشاپونو او نورو عملي زده کړو لپاره کارول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي(۸۱) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

BACK TO NEWS