پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال له ليليې څخه د لیدنې او څارنې په ترڅ کې د ليليې له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۵:۳۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د يوه پلاوي په ملتيا د ليليې له پخلنځي او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د ليليې مسؤلينو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د خوړو کيفيت او د چاپېريال نظافت ته جدي پاملرنه وکړي. د مالي او اداري چارو مرستيال د ليليې له مسؤلينو سره په ناسته کې د امير اطاعت، بيت المال ساتنې او دندې ته د ژمنتيا په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS