محصلانو چارو مرستیال د دې معاونیت اړوند آمرینو او مديرانو سره چارو د چټکتيا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۳۵
SJAU

په دغه کاري ناسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د دې معاونيت اړوند آمرينو او مديرانو ته د خپلمنځي همغږۍ پياوړتيا او د چارو ښه تنظیم په هکله لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو، چې د لارښوونو په تعقيب سره به لازم اقدامات وکړي. په ياده ناسته کې له اجندا سره سم؛ د ياد معاونيت اړوند دندو لایحو د بیا کتنې او وظیفوي تداخل د مخنیوي، د لوړو زده‌کړو مديريتي او معلوماتي سېستم(HEMIS) او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS