پوهنتون کې د فکري پوهنې يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۵:۲۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د فکري پوهنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په داير شوي سېمينار کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وينا کې د ښه راغلاست ترڅنگ په علمي بنسټونو کې د دا ډول سېمينارونو دايرول ډېر گټور وبلل او د ياد سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. نوموړي استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د راتلونکي نسل په سالمه روزنه کې خپل ورسپارل شوی مسؤليت په ښه شان سره اداء کړي او د محصلينو فکري بيدارۍ لپاره دې پوره هڅه وکړي. د پوهنتون رييس د غونډې برخه‌وال مخاطب کړل چې د غربي رسنيو زهرجنو تبليغاتو پر وړاندې دې کلکه مبازه وکړي.

ورپسې د کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي(نظام د مخالفينو د ناوړه تبليغاتو مخنيوی)، د پوهنتون استادانو: پوهندوی محمدرحيم خاکسار(د فکري او فرهنگي يرغل پر وړاندې مبارزه) او پوهنيار عبدالولي حميدي(له فکري او فرهنگي يرغلونو سره په مبارزه کې د استادانو، محصلينو او ځوانانو رول) تر سرليکونو لاندې پر ټاکل شويو موضوعاتو تفصيلي ويناوې وکړې. ياد سېمينار د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د پوهنتون رييس له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د دعوت او ارشاد آمر د خپلو اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وشو. د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۵۳
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي څلورمو ټولگيو محصلينو ته(په ټولنيزو علومو کې د څېړنې او مونوگراف ليکنې لارې چارې) تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

دغه روزنیز سېمینار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنو کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري. . .

BACK TO NEWS