د ليليې په مسجد کې د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د المائدې سورت افتتاح وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۰:۵۷
SJAU

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته؛ د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې تېره ورځ د ماښام تر لمانځه وروسته، د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د کونړ ولايت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث رحمت دين مدني له لوري د سورة المائدې افتتاح وشوه.

نوموړي ته چې د پوهنتون له لوري بلنه ورکړل شوې وه د دعوت اوارشاد آمر مولوي اعجاﺯالحق ﺯلِف له لوري ورته ښه راغلاست وويل شو او د ماښام تر لمانځه وروسته؛ شيخ الحديث رحمت دين مدني دسورة المائدې د درس افتتاح وکړه او محصلينو ته يې د قرانکريم په عظمت او اهميت تفصيلي بيان وکړ او همداراز يې د درس په بهير کې محصلين متوجه کړل چې په ديني، تربيتي او اصلاحي مجالسو کې په گډون سره د دنيا او اخرت کاميابي حاصلېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS