پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۲:۱۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېر افضل منصور د پنځه‌گونو پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه. نوموړي د پوهنځيو رييسانو ته د علمي سیر د پلان شريکولو، د اړوند کمېټو په ناستو کې د ټولو مسؤلينو فعال حضور، محصلينو ته په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي برنامو او د تدريسي بهير د لا ښه‌والي په پار لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همداراز يې د هغوی مشکلات او وړاندیزونه واورېدل او ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ او ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS