د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۶:۴۱
SJAU

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د لوړو زده کړو کړو وزیر په یاده غونډه کې، چې په پکتیا ولایت کې جوړه شوې وه، وویل: «هر محصل د خپل زوی حیثیت راته لري، مقتول داسې راته ښکاري لکه خپل زوی مې چې شهید شوی وي، شهید ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم، الله تعالی دې نعمل البدل ورکړي.»

محترم شیخ صاحب وویل، چې درې مجلسونه الله تعالی د خیر مجلسونه بللی دي، یو هغه چې خلکو ته پکې په صدقه او خیر رسولو امر کېږي، دویم هغه چې امر په معروف پکې کېږي او درېیم هغه چې د دوو مسلمانانو د صلحې مجلس وي؛ نو دا ډېر د خیر مجلس دی.

همدا راز  محترم شیخ صاحب  د شهید کورنۍ صبر ته راوبلله، د عفوې له امله یې د الله تعالی له دربار څخه د عظیم اجر غوښتنه ورته وکړه او هغوی ته یې په خطاب کې ویل، چې د الله تعالی له لوري امتحانونه راځي، غمونه او مصیبتونه راځي خو مسلمان باید صبر وکړي او الله تعالی له صابرینو سره دی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د پکتیا ولایت اوسیدونکی او د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محصل د یاد پوهنتون بل محصل له لوري په قتل رسېدلی و، چې د مشرانو او سپین ږیرو په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته عفوه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS