د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه
نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو، فرمانونو او لارښوونو درساً لوستل او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې. د پوهنتون رييس د يادو موضوعاتو په تړاو اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
