د تنوير له خصوصي پوهنتون څخه ليدنه او څارنه وشوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه. مؤظف پلاوي د خپلې څارنې په ترڅ کې د ياد خصوصي پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د ليدنې ترڅنگ، په ځانگړي ډول د څېړنيزو فعاليتونو او کتابتون هر اړخيزه ارزونه وکړه او د څېړنيزو چارو د سمون او لا ښهوالي په پار يې د تنوير خصوصي پوهنتون مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د يو منظم پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له فعاليتونو څخه دوامداره څارنه کوي.
