پوهنتون کې د سيرت النبي ﷺ سيالۍ گټونکي محصلين د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۳۳
SJAU

ياده سيالي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د پوهنتون فرهنگي کمېټې په همکارۍ جوړه شوې وه، په ازموينه کې يې د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۲۸۰) تنو محصلينو برخه اخيستې وه.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلينو برخه لرله. پيل کې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ برياليو محصلينو ته مبارکي وويله او د سياليو له تنظيموونکو يې مننه وکړه. هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به د محصلينو د فکري روزنې په موخه دېته ورته نورې سيالۍ هم برابرې کړي. نوموړي وويل، چې د حضرت محمد ﷺ د مبارک سیرت په مطالعې سره د مسلمانانو يقين پخېږي او ايمانونه يې پياوړي کېږي او له همدې سره د دعوت په لار کې د ستونزو پر وړاندې زغم زده کوي.

ورپسې د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي سراج الدين عمر منصور غونډې ته وينا وکړه او ياده برنامه يې د محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې لپاره گټور اقدام وباله. په پای کې د يادې سیالۍ مخکښو بریالیو محصلینو ته ډالۍ ورکړل شوې او غونډه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS