دپوهنتون په اړه

دسیدجمال الدین افغاني پوهنتون پر ۱۳۸۹ هجري لمریز کال دوخت د ولسمشر په ځانګړي فرمان سره د کونړ ولایت په مرکز سالارباغ او یارګل بېله دوه کمپسونو کې د(۱۰۰ ) جریبه ځمکې په کچه ددرېیو پوهنځيو په درلودلو سره رامنځ ته او عملا یې په فعالیت پیل وکړ چې اوس مهال دپنځه پوهنځيو (کمپیوترساینس ، زراعت ، اقتصاد ، شرعیات اوښوونه او روزنه ) چې (۱۸ ) دیپارتمنتونو لرونکی دی ، په ټوله کې د ټولو استادانو شمېر یې (۹۰ ) تنو او اداري کارکوونکو شمېر یې (۱۲۰ ) تنو او دمحصلینو تعداد یې (۴۰۰۰ ) تنو ته رسېږي چې تردې دمه پورې پنځه دورې فارغان د ټولنې چوپړ لپاره وړاندې کړي دي ، له نېکه مرغه ددې پوهنتون ډېری فارغان په یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر لوړو څوکیو او موقیفونو باندې کار کوي اود خورا ښه وړتیا درلودونکي دي. دا پوهنتون ځوان او نوی دی استادان یې هم ځوانان او د ښه استعداد خاوندان دي له ښه بخته دامهال پوهنتون د چټک پرمختګ په لور روان دې . ډېرې لاسته راوړنې لري او د لاډېرو لاسته راوړنو څرک به یې په راتلونکي کې نور هم وځلېږي . زه غواړم چې دنابغه سیدجمال الدین افغاني پوهنتون نمونه یي ، معیاري او نړیوال کړم ددی کار دترسره کولو لپاره به د تضمین کیفیت پروسې فعالیتونه تقویه او چټک کړم ، ترڅنګ به یې دکیفیت د ښه والي او د پوهنتون د نړیوال کیدو په موخه دهمکاریو ګڼ تړونونه په سمیزه او نړیواله کچه لاسلیک کړم ، همدارنګه محترمو استادانو ، اداري کارکوونکو او ګرانو محصلینو ته به د پام وړ استانتیاوې او سهولتونه برابروم ، چې دسیدجمال الدین افغاني پوهنتون به وکولای شي چې ګران وطن افغانستان دترقۍ او پرمختګ لپاره وړ متخصص په کار پوهه ، باتجربه ، مشکل حلوونکې کادرونه او رهبران خپل دردیدلي او ربړیدلي ولس او ټولنې ته وړاندې کړي . داچې یویشتمه پیړۍ دکمپیوټر او ټکنالوژۍ پیړۍ ده په همدې اړوند به دپوهنتون کمپیوټرایز کول زما دلومړیتوبو څخه وي . دهمدې موخي لپاره دپوهنتون ویب سایټ جوړیدل دپوهنتون د اوږدې مودې انتظار ؤ چې دا اقدام دپوهنتون د پرمختګونو په لړۍ کې یوه ستره لاسته راوړنه او نوښت ګڼل کیږي . ددې ویب سایټ شتون به د معلوماتو په وړاندې کولو ، د نړۍ سره د یو ځای کیدو ، د اموراتو د ژر اجراء ، د څیړنو دترسره کولو ، پایلو ، دنشرولو او علمي موضوعاتو او لیکنو تقویه کول ، داستادانو دهڅونې او په اړونده چارو کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي چې دمسلکي کادرونو د روزنې او پیاوړي کیدو په برخه کې به مرستندویه وبریښي ددی معلوماتي ویب سایټ جوړیدل به د اوسني او په راتلوونکي کې لوستونکو لپاره اړین معلومات وړاندې کوي چې دمحصلینو علمي سویه به لوړه او په عمل کې دهغو دپلي کولو په پایله کې به په هیواد کې د الیکترونیکي زده کړو او معلوماتو په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي چې په پایله کې اوسني عنعنوي سیستم به په عصري سیستم بدل شي او هراړخیزو پرمختیاؤ لپاره به لاره هواره او متداوم انکشاف به رامنځ ته شي ، په دې ویب سایټ کې خپریدونکي معلومات به هیوادوالو ، استادانو ، محصلینو ، څیړونکو ، متخصصینو ، کارکوونکو محصلینو او مینوالو ښې ګټې اخستنې وړ وګرځي او د هغوي دمعلوماتو تنده به خړوبه کړي . زه د لوړو زده کړو مشرتابه په ځانګړي توګه د ای ټي محترم ریاست او دمخابراتو له وزارت دهلو ځلو او کړنو څخه مننه کوم چې د ویب سایټ جوړولو چارې یې ترسره کړې هیله مندیم چې په جوړیدو یې دمعلوماتو په خپرولو سره یې منځپانګه علمي ، ګټوره او کاروندویه وي ددی ویب سایټ د جوړیدو په مناسبت قدرمنو استادانو ، اداري کارکوونکو او محصلینو او لوستونکو ته مبارکي وایم . په هیواد کې دالیکترونکي خدمتونو د پرمختیا او پیاوړتیا په هیله .