د محصلانو چارو مرستیال د پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د پوهنځيو له روانو تدریسي چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو او استادانو ته يې د تدریسي بهیر د لا ښهوالي او محصلينو د حاضرۍ په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي د يادې کتنې پر مهال محصلين دوامدارې مطالعې ته وهڅول او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه، چې د خپلو مسلکي وړتياوو د لوړونې په برخه کې له شته فرصتونو او امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي.
